مسکو کې پر افغان ماشوم وحشیانه برید؛ د ماشوم د ملا تیر او جمجمه مات شوي

مسکو کې پر افغان ماشوم وحشیانه برید؛ د ماشوم د ملا تیر او جمجمه مات شوي سیمه
مسکو کې پر یو افغان ماشوم د بلاروسي له لوري برید شوی

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې د مسکو شرمتیوو نړېوال هوایي ډګر کې په یوه ټکان ورکوونکې پېښه کې یو دوه کلن افغان ماشوم د یو بلاروسي سړي له لوري پر ځمکه وېشتل شوی.

د روسي چارواکو د راپور له مخې دغه سړی چې تازه له قاهرې راګرځېدلی د نشه یي توکو او الکولي مشروباتو تر تاثیر لاندې و په ډېر وحشیانه ډول ماشوم له کورنۍ اخلي او په ټول توان سره یې پر ځمکه ولي.

د دې برید شدت دومره و چې د ماشوم د ملا تیر او جمجمې د ماتېدو لامل شوی او دا مهال په کُما کې دی.

ویل کیږي بریدګر هوایي ډګر کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی.

یاد وحشیانه برید پراخه غوسه او اندېښنې را پارولې د بشري حقونو فعالانو د دغې پېښي د جدي څېړلو او د دې غیر انساني اقدام پر وړاندې د عدالت غوښتنه کړې.

تړلي موضوعات