د بې کارۍ کچې راکمېدو لپاره ګډ کار ته اړتیا ده

د بې کارۍ کچې راکمېدو لپاره ګډ کار ته اړتیا ده افغانستان
د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د کار ملي کنفرانس ته وینا پر مهال

د کار او ټولنیزو چارو وزیر مولوي عبدالمنان عمري نن کابل کې د کار ملي کنفرانس کې د خبرو په مهال بهرنیو هېوادونو کې پر مېشتو افغان پانګوالو غږ وکړ چې خپلې پانګې هېواد ته انتقال کړي.

مولوي عبدالمنان عمري د کنفرانس موخه د کار بازار پراختیا وښوده، څو په خبره یې کاري فرصتونه زیات او له بېکارۍ سره په ځای مبارزه وشي.

ښاغلي عمري د کار موندنې په برخه کې د خصوصي سکټور پر ونډې ټېنګار وکړ.

کار او ټولنیزو چارو وزیر د افغانستان پر مالي سیسټم لګېدلي بندیزونه ظالمانه او بې مفهومه وګڼل او زیاته یې کړه، د محدودیتونو سره سره یې بیا هم د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره د پام وړ اقدامات کړي دي.

ښاغلي عمري خپلو لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، د وخت اړتیاوو ته په کتو د کار په قانون کې تعدیلات راغلي، چې په نافذیدو سره به یې د کار په برخه کې ډېرې ستونزې حل، د کاریګرو حقوق به تأمین او شته اندېښنو ته به قانوني او معقول ځواب او د حل لارې پیدا شي.

نوموړي په عین حال کې له ۱۵ امارتي ادارو سره په همغږۍ د کارموندنې ملي پالیسۍ د جوړولو خبر ورکړ چې په خبره یې تر کابېنې رسیدلې او په تطبیق به یې د کارموندنې په برخه کې تر ډېره اغېزمنه واقع شي او مختلفو سکتورونو او برخو کې به ګڼ شمېر کاري فرصتونه رامنځته کړي.

له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کډوالو د کاري فرصت لپاره جامع کړنلارې چمتو کېدل بله هغه خبره وه چې کار او ټولنیزو چارو وزیر یې یادونه وکړه.

تړلي موضوعات