د پېښو پر وړاندې مبارزې ملي ادارې مشر د وېش بازار له زیانمنو سره ولیدل

د پېښو پر وړاندې مبارزې ملي ادارې مشر د وېش بازار له زیانمنو سره ولیدل افغانستان
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مشر د کندهار سپين بولدک وېش بازار زیانمونو سره د خبرو پرمهال

کندهار کې د حریت نیوز خبریال وايي، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند وېش بازار څخه لېدنه کړې او زیانمنو ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

ښاغلي ترابي د یادې پېښي لپاره د دوو ځانګړو کمېټو له مسئولینو سره د اورلګېدنې د لامل د ژر څېړلو او زیانمنو سره په همکارۍ ټینګار کړی دی.

دې ناسته کې له حکومت څخه د بېړنیو اقداماتو او اړوند ادارو څخه د ماسټرپلان غوښتنه هم شوې ده.

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ وېش بازار کاکړانو مارکېټ کې د تېرې جمعې په ورځ پراخه اورلګېدنه وشوه چې میلیاردونه افغانۍ زیان یې هټېوالو او سوداګرو ته واړولو.

تړلي موضوعات