د کندهار او چمن دروازه د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه

د کندهار او چمن دروازه د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه افغانستان
د کندهار او چمن د تګ راتګ دروازه

د کندهار سپین بولدک او چمن پر دروازې د پاسپورټ پر خلاف راټول شوي پرلت کوونکي وایي، چې دغه دروازه د افغانستان تذکره او پاکستاني شناخت کارډ درلودونکو کسانو لپاره د تګ را تګ پرمخ پرانېستل شوې.

حریت نیوز ته رسېدلې ویډيوګانو کې ښکاري، چې د کندهار له لوري ګڼ خلک پر دروازه تېرېږي او چمن ته ځي. 

بلخوا افغان ځایي مسئولین هم مني، چې یاده دروازه پرانېستل شوې، خو وايي، چې د دروازې پرانېستلو پرېکړه دوه اړخیزه نه ده او تر ځانګړې ناستې وروسته به یاده موضوع په ډاګه شي.

تړلي موضوعات