د سږني کانکور دیني مدرسو ازموینو لومړی مقام ګټونکی زین الله یوسفي اعلان شو
د سږني ۱۴۰۳ کال کانکور دیني مدرسو ازموینې لومړی مقام ګټونکی د کابل ولایت اوسېدونکی زین الله یوسفي اعلان شو.
یوسفي د ۳۱۵.۵۵ نمرو په اخیستلو سره د کابل پوهنتون شریعاتو پوهنځي ته بریالی شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې سږني کانکور ازموینه کې څه باندې ۱۰۰ زرو زده کوونکو ګډون کړی وو، چې د پایلو اعلان مراسم یې شېبه وړاندې پیل شوي دي.