ازبکستان سره د کاني توکو د صادراتو او پروسس په اړه خبرې شوې

ازبکستان سره د کاني توکو د صادراتو او پروسس په اړه خبرې شوې سوداګرۍ او اقتصاد
د ازبکستان د کانونو ا جیولوجي وزارت مرستیال سره د کانونو او پټرولیم وزیر کتنه

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د ازبکستان هېواد د کانونو او جیولوجي وزارت له مرستیال قدیرایف او مل پلاوي سره کتلي.

دې کتنه کې د کانونو اکتشاف او کیدنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، کاني توکو د صادراتو او پروسس په اړه خبرې شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو د څېړنو او ګډو مطالعاتو د ترسره کولو په موخه د لاسلیک شویو تړونونو په پلي کولو ټینګار کړی.

ښاغلي بدري د ازیکستان پانګوال افغانستان کې د هایدرو کاربونونو او جامدو کانونو د استخراج او پروسس کې پانګونې ته هڅولي.

بلخوا ازبکستاني پلاوي د شویو تړونو د پلي کولو ترڅنګ د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

دغه راز دې کتنه کې دواړو لوریو د ګډو مطالعاتو پروژو په مشخصولو ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.

تړلي موضوعات