لوړو زده کړو وزارت کې د خیالي محصلینو او اداري فساد لمن ټوله شوې

لوړو زده کړو وزارت کې د خیالي محصلینو او اداري فساد لمن ټوله شوې افغانستان
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد د لوړو زده کړو رهبري او د هېواد پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو له رئیسانو سره کتنه کې

د لوړو زده کړو وزارت رهبري او د مرکزي او ټولو دولتي پوهنتونونو او علمي بنسټو رئیسانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي.

دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمدندیم ویلي، لوړو زدکړو وزارت کې د خیالي محصلینو او اداري فساد لمن ټوله شوې او دا مهال د لوړو زده کړو د نظام پرمختګ د ټولنې له اړتیا سره سم د مسلکي او متخصصو کسانو د روزنې پلان د عملي کېدو په حال کې دی.

ښاغلي وزیر د دې ناستې موخه تحصیلي نظام پیاوړي کول او د علمي بنسټونو ترمنځ همغږي او د تجربو شریکول بللي دی.

دې ناسته کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د افغانستان رغولو او د تحصیلي بنسټونو د پیاوړتیا چارې پیل کړې دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، هېواد مسلکي او متخصصو کادرونو ته اړتیا لري او دغه اړتیا د افغانستان پوهنتونونه پوره کولای شي.

نوموړي په اساسي ډول د هېواد د پوهنتونونو او تحصیلي ادارو د رغولو ترڅنګ د دې بنسټونو کیفیت لوړولو او له نړیوالو معیارونو سره سم د فعالیت ژمنه ورکړې.

تړلي موضوعات