د کرنیزو محصولاتو له اړخه د ځان بسیاینې د لارو چارو پر اېجاد خبرې وشوې

د کرنیزو محصولاتو له اړخه د ځان بسیاینې د لارو چارو پر اېجاد خبرې وشوې افغانستان
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام په مشرۍ غونډه شوې

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د احتکار مخنیوي او له کروندګرو د غنمو پېر او له مېوه جاتو د استفادې رایجولو په اړه د ټاکل شوي پلاوي غونډه ترسره شوه.

دې غونډه کې د هېواد د میوه جاتو او کرنیزو محصولاتو د استفادې رایجولو پر څرنګوالي، د کرني سکټور پر پیاوړتیا، د کرنیزو محصولاتو له اړخه د ځان بسیاینې د لارو چارو پر ایجاد هم بحث وشو.

غونډه کې همداراز له هېواده بهر د کرنیزو محصولاتو او میوه جاتو د صادراتي برخو پر پراختیا، بڼوالو ته د کورني او بهرني بازار موندنې اسانتیاوو برابرولو، د احتکار مخنیوي په موخه د زرګونه ټڼه غنمو پېر هم د غونډې د بحث موضوع وه.

د دې ترڅنګ د کروندګرو هڅونه او ملاتړ، بازار ته د پېرل شویو غمنو د غوره ساتنې څرنګوالی بله هغه موضوع ده، چې دې غونډه کې پرې بحث او خبرې شوې دي.

همداراز دې غونډه کې له ګاونډیو هېوادونو سره د ترجیحي تعرفو په اړه د خبرو ترڅنګ د ذکر شویو مواردو په اړه لازمې پرېکړې هم وشوې.

تړلي موضوعات