کابل کې د محرم ورځو کې د امنیت اخلال فتنګرو ډله نیول شوې
د کابل ښار شپږمې ناحیې امنیتي مسؤلین خبر ورکوي، چې د فتنګرو هغه درې کسیزه ډله یې نیولې، چې د محرم په شپو ورځو کې به یې د اهل تشیع پر ضد فعالیتونه کول.
د دې درې کسیزې ډلې نیول شوی یو غړي چې خپل نوم پروېز او د کابل ۱۷ مې ناحیې اوسېدونکی ښيي وايي، چې وړاندې تر دې یې د پخوانۍ ادارې د لوی درستیز یاسین ضیاء په لمسون د کابل ښار په کوټه سنګي، فاضل بیګ او کمپنۍ ساحو کې تخریبي فعالیتونه تر سره کړي دي.
د پرویز په وینا د یاسین ضیاء په لارښوونه یې تازه ماموریت د محرم په شپو ورځو کې د اهل تشیع جوماتونو ته ځانګړی شوی و، چې ونیول شول.
نیول شویو کسانو اعتراف کړی، چې د خپل نوي ماموریت په مهال یې د اسلامي امارت د بدنامۍ او هېواد کې د مذهبي کرکې د خپرولو لپاره د اهل تشیع له ځېنو جوماتونو بیرغونه هم راښکته کړي دي.
د افغانستان کورني او بهرني دښمنان غواړي، په هېواد کې د مېشتو ولسونو ترمنځ، مذهبي، قومي، سمتي او ژبنیو اختلافونو ته لمن ووهي او یو ځل بیا د خپلو بهرنیو بادارانو په لارښوونه افغانستان کې شته امنیت اخلال او د هغوی وحشي او ظالمانه پروژو ته لار اواره کړي، خو اسلامي امارت د هر ډول توپیر پرته د اسلامي شریعت په اډانه کې د هېواد ټولو اتباعو د بشپړ خدمت او امنیت ډاډ ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې حکومتي مسؤلین هغه اوازې ردوي، چې ګواکې محرم ورځو کې پر اهل تشیع کلک بندیزونه وضع شوي؛ دوی وايي، چې د اهل تشیع مراسمو پر وړاندې کوم بندیز نشته او هېواد کې بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي.