د ننګرهار پېښې مرګ ژوبله ۳۸۷ تنو ته ورسېده
د عامي روغتیا وزارت وایي، له سیمې معلومات ښيي چې دې پېښه کې نږدې ۴۰ تنو هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۴۷ نور ټپیان دي.
د یاد وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان ویلي، ممکن د اوښتونو تلفاتو شمېر تغییر وکړي.
شرافت زمان په خپله اېکس پاڼه ویلي، د عامې روغتیا وزارت روغتیایي پرسونل ننګرهار ته رسېدلی او په پوره اخلاص روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
نوموړي ویلي، د پېښي زیانمنو ته د رسېدنې لپاره د رهبرۍ په لارښوونه له نړیوالو ادارو سره همغږي شوې، ترڅو په سیمه کې د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی او ټپیانو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.
ننګرهار کې تېره ورځ شدید طوفان، ږلۍ او باران ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.