ننګرهار کې شدید باران او طوفان؛ ۲۶۵ کسانو ته مرګ ژوبـله اوښتې
ننګرهار بېلابېلو سیمو کې شدید باران او طوفان رامنځته شوی، چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان خبر ورکړی، ابتدایي معلومات ښيي، چې یاد ولایت کې د دې اورښتونو او طوفان له امله ۲۳۰ تنه ټپیان دي او ۳۵ تنه نور مړه شوي دي.
ډاکټر زمان زیاتوي، چې ټپیان ولایتي روغتونونو ته وړل شوي دي.
د نوموړي په خبره، په ولایتي کچه روغتونونو کې تیاری نیول شوی او خدمات جریان لري.
د حریت خبریال له ننګرهار وايي، چې ولایتي مسؤلین یاد ارقام وروستي نه ښيي او وايي، چې ارقام د زیاتېدو په حال کې دي.
بلخوا د ننګرهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس سیف الله خالد حریت نیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ مستي خېلو کلي کې د اورښتونو له کبله د یوه کور د چت پرېوتو له امله ۱۵کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو دا دقیقه نه ده، چې دا مرګ ژوبله پورته ارقامو کې شامله که نا.
نور جزیات وروسته...
ویب سایټ لېنک: https://hurriyat.net