د یوناما راپور ته غبرګونونه؛ افغانستان باید د یوې مسلمانې ټولنې په څېر و ارزول شي

د یوناما راپور ته غبرګونونه؛ افغانستان باید د یوې مسلمانې ټولنې په څېر و ارزول شي افغانستان
د افغانستان ارګ مانۍ

د ا.ا امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د یوناما وروستي راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکې بې ځایه دي او د یاد وزارت له لوري توصیه کېدونکي احکام معلوم اسلامي احکام دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې د یوناما راپور جوړونکي هڅه کوي افغانستان د غربي لید لوري له مخې وارزوي چې دا کار ناسم دی او افغانستان باید د یو مسلمانې ټولنې په څير و ارزول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان خلک مطلق مسلمانان دي او د شرعي نظام د جوړېدو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې او غوښتنې یې باید په پام کې ونیول شي.

له بل لوري د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند د یوناما دا راپور له حقیقت لرې بللی دی.

دغه وزارت یوناما ته د توصیې په ډول ویلي، د اسلامي احکامو د تطبیق په اړه دې، له داسې څرګندونو ډډه وکړئ، چې د مسلمانانو احساسات پرې ژوبلیږي.

دغه وزارت ویلي، د اسلامي امارت په حاکمیت سره د هېواد ټولو اتباعو هغه که نارینه او یا ښځې دي، د ټولو شرعي حقوق تامین شوي او ټولو سره شرعي برخورد کېږي.

سرچېنې ویلي، افغانستان یوه مسلمانه ټولنه ده او دا د اسلامي نظام دنده ده، چې په احسنه طریقه د شرعي نظام احکام د قوانینو په څېر تطبیق او عملي کړي.

اسلامي امارت په داسې حال کې دا غبرګون ښيي، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نماینده ګۍ په وروستي راپور کې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت درې کلنې چارې وېروونکې او له اساسي حقونو څخه د خلکو منع کوونکې بللې دي.

تړلي موضوعات