افغان کډوال باید د سیاسي حالاتو قرباني نه شي
دا په اسلام اباد کې د افغان سفیر سردار احمد شکېب هغه غوښتنه ده، چې د کډوالو په چارو کې یې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له عمومي رئيس فلیبو ګرېنډې سره کتنه کې کړې.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر اېکس پاڼه لېکل شوي، افغان سفیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنر ته ویلي، د کډوالو په تړاو د پاکستان حکومت له لوري واضحه تګلاره نشته، چې له امله یې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
افغان سفارت په دې برخه کې د کډوالو چارو ادارې رول مهم بللی او غوښتنه یې کړې، چې په دې اړه وخت ناوخت درې اړخیزې غونډې جوړې کړي.
پاکستان کې د افغانستان سفیر په دې کتنه کې د افغان کډوالو په تړاو د یوې واضحې تګلارې په جوړېدو ټېنګار وکړ، څو د سیاسي حالاتو قرباني نه شي او د جبري اخراج پر ځای دې خپلې خوښې ته پرېښودل شي.
سردار احمد شکېب دې کتنه کې غوښتنه کړې، چې د کډوالو د کډوالۍ کارتونه ته دې یو با اعتباره حیثیت ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړي چارواکي منلې، چې د افغان کډوالو اجباري ستنول تر ډېره سیاسي انګېزه لري او په دې اړه یې پاکستاني لوري سره هم خبرې کړې دي.
ګرینډي ویلي، پاکستاني لوري ډاډ ورکړی، چې د جبري اخراج لړۍ نوره ځنډول شوې.
د پاکستان حکومت داسې مهال د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ د ځنډولو خبره کړې، چې لاهم هره ورځ په زرګونو افغان کډوال په جبري ډول له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنېږي.