چارواکو ته د امیرالمومنین توصیه، د مکلفیتونو په اجرا کې بېړه وکړئ
د لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیر المومنین له لوري په خپاره شوي پیغام کې پر چارواکو غږ شوی، چې خپلو ملکفیتونو ته په وخت رسېدنه وکړي او خپلې دروازې دې د ولس پر مخ خلاصې کړي.
په ښه او چټک ډول د چارو اجرا او خلکو سره د داسې چلند څخه مخنیوی، چې په خبره یې د خلکو او نظام ترمنځ د واټن لامل کېږي، چارواکو ته د امیرالمومنین د اختریز پیغام بله توصیه ده.
د همدې اختریز پیغام په یوه بله برخه کې بیا پر امنیتي چارواکو غږ شوی، چې په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې د خپلو خلکو هوساینې او خوندیتوب ته تر بل هر وخت زیاته پاملرنه وکړي.
د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو کورنیو پوښتنه او له هغوی سره د خپل توان په اندازه مرسته، امنیتي مسولینو ته د امیر المومنین له توصیو څخه ده.