درې ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې دا پېښې په تخار، فاریاب او لغمان ولایتونو کې شوي، چې ۱۲ کسان په کې مړه او ۱۳ نور ټپیان دي.
د سرچېنې د مالوماتو له مخې، فاریاب مرکز میمنه ښار کې فیلډر موټر د یو کور له دېوال سره جنګېدلی، چې د یوې کورنۍ ۱۱ کسان په کې مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال خبرپاڼه کې راغلي، چې په تخار او لغمان ولایتونو کې هم په دوه جلا ټرافېکې پېښو کې یو تن مړ او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
اوسمهال هېواد کې زیاته مرګ ژوبله د ترافیکې پېښو له امله رامنځ ته کېږي، چې د مخنیوي پر لارو چارو یې ان د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت یوه غونډه کې هم اړوند ادارو سره د تګلارو پر جوړولو خبرې شوي.