اسلامي امارت غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غزه کې د جګړې پای ته رسولو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا طرحې تصویب ملاتړ کړی او هغه یې غزه کې د نسل وژنې پای ته رسولو لپاره لومړنی ګام بللی دی.
بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، غزه کې د دایمې اوربند لپاره رغنده خبرو ته اړتیا ده، تر څو د دې تړانګې وګړو ته د عادي ژوند زمینه برابره شي.
اسلامي امارت یو ځل بیا د صهیونیسي رژيم جنایتونه غندلي او د یوه ازاد او خپلواک هېواد لرلو لپاره یې د فلسطین د خلکو د تاریخي حق ملاتړ کړی.
د ملګرو ملتو امنیت شورا وړمه ورځ غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن وړاندې کړې طرحه تصویب کړه، چې حماس غورځنګ یې ملاتړ وکړ او د دې طرحې د پلي کولو لپاره یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.