د کار او ټولنېزو چارو وزارت د لوی اختر په مناسبت رخصتي اعلان کړه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د عرفې او لوی اختر په مناسبت په ټول هېواد کې د ۴ ورځو عمومي رخصتۍ خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي، چې د رسمي کلیزې پر بنسټ، د عرفې او لوی اختر درې ورځې په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
د یادونې ده، چې د رسمي کلیزې پر بنسټ به د یکشنبې ورځ د عرفې او دوشنبې به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.