د ایران ایر هوايي شرکت الوتکه په لومړي ځل کابل هوايي دګر کې راښکته شوه

د ایران ایر هوايي شرکت الوتکه په لومړي ځل کابل هوايي دګر کې راښکته شوه افغانستان
کابل ته د ایران ایر لومړنۍ الوتنه

د افغانستان ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د ایران ایر هوايي شرکت دا الوتکه نن چهارشنبه په لومړي ځل کابل هوايي ‌ډګر کې راښکته شوه.

د سرچېنې په لېکنه، وړاندې تر دې د ایران ماهان، کېش او یزد هوايي شرکتونو الوتکو کابل ته تګ راتګ درلود خو د ایران ایر شرکت الوتکو پرواز سره یو بل هوايي شرکت هم اضافه شو.

ایران ایر هوايي شرکت به اوونۍ کې کابل ته یوه الوتنه ولري.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې ترکش ایرلاین نړیوال هوایي شرکت هم تر نږدې درې کلن ځنډ وروسته بیرته کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې.

تړلي موضوعات