نیمروز کې ۵۵ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره توکي وسوځول شول
د نیمروز ولایت مقام د مطبوعاتو دفتر خبر ورکړی، دا تاریخ تېر اوبې کیفیته توکي په تېرو څو میاشتو کې راټول او له منځه یووړل شول.
د سرچېنې په لېکنه، د نېمروز ګمرکي مسولینو دا توکي له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د لېږد په مهال نېولي دي.
د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د دغو توکو د له منځه وړلو پر مهال له سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته دې د تاریخ تېره توکو له را واریدولو ډډه وکړي.
نوموړي د دې ولایت ټولو سیمه ییزو مسئولینو ته لارښوونه کړې، له هغو کسانو سره دې قانوني چلند وکړي، چې تاریخ تېره او بې کیفیته توکي هېواد ته را وارد وي.