د ترکیې په مرسته بې سرپرسته ماشومانو ته روغتیایي او د ساتنې مرکزونه جوړېږي

د ترکیې په مرسته بې سرپرسته ماشومانو ته روغتیایي او د ساتنې مرکزونه جوړېږي افغانستان
د ترکیې بنسټونو مسئولین افغاني سرې میاشتې ټولنې له مرستیال سره د کتنې پر مهال

دا ژمنه دوو ترکي بنسټونو مسولینو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي سره کړې ده.

دې کتنه کې ښاغلي ترابي له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ترکیې مرستې ګټورې وبللې او په هېواد کې یې د طبېعي پېښو له زیانمنو سره د ترکي بنسټونو د لا زیاتې مرستې غوښتنه کړې.

په ورته مهال د یادو ترکي بنسټونو مسئولینو له افغاني سرې میاشتې سره د خپلو مرستو ډاډ ورکړی دی.

تړلي موضوعات