ملي تدارکاتو کمېسیون جلسه کې پر یو شمیر مهمو مسایلو او پروژو خبرې وشوې
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د خبر له مخې، ملا عبدالغني برادراخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي جلسه کې د سرو زرو د موقت صدور په طرزالعمل ، د نوري فایبر جوازونو په ورکړې او دولتي ادارو کې د کم لګښته څراغونو څخه د استفادې په اړه خبرې شوې دي.
دې جلسه کې اترا ادارې ته سپارښتنه شوې، چې د هېواد ملي ګټو ته په کتو دې د نوري فایبر جوازونو وېش دې د نړیوالي دواطلبي له لارې نويو غوښتونکو ته پیل کړي.
همداراز دې ناسته کې د سرو زرو د صادرولو موقت طرزالمعل تائید شو، چې ور سره به تر ډېره بریده د سروز زرو د قاچاق څخه مخنیوی وشي.
د جلسې بله موضوع، ټولو امارتي ادارو ته لارښوونه وه، څو د زیات لګښت څخه د مخنیوي لپاره دې له کم مصرفه څراغونو استفاده وکړي.