بلخ کې دوه وسله وال غله ووژل شول
د بلخ امنیه قومانداني وايي، د څلورو وسله والو غلو له ډلې، دوه یې امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي او دوه نور تښتیدلي دي.
د سرچېنې په لېکنه، وسله وال غله تېره ورځ د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په نوم د تلاشۍ په پلمه یو کور ته ورغلي و، چې د ځايي امنیتي سرتېرو له لوري له پېژندنې وروسته یې دوه تنه ووژل شول او دوه تښتیدلي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د تښتېدلو دوه نورو غلو د موندلو هڅې هم روانې دي.
له وژل شویو دوو غلو دوه میله کلاشنکوف هم امنیتي ځواکونو ته پاتې دي.