ننګرهار کې یو صراف له انسان تښتونکو ژغورل شوی

ننګرهار کې یو صراف له انسان تښتونکو ژغورل شوی افغانستان
له انسان تښتونکو ژغورل شوی صراف

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د امنیتي او کشفي ادارو په هڅو یو تن صراف د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

د حاجې شینواري په نوم دغه صراف ۱۵ ورځې وړاندې د انسان تښتونکو له لوري تښتول شوی و، چې په تړاو یې د یوې مېرمنې په ګډون د انسان تښتونکو اوه کسیزه ډله نیول شوې ده.

دا په تېرو څو ورځو کې څووم ځل دی، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري د انسان تښتونکو بانډونه نیول کیږي او د ماشومانو په ګډون سوداګر او صرافان ترې ژغورل کېږي.

تړلي موضوعات