اسلامي امارت هېڅ بهرني ځواک ته هېواد کې د مداخلې اجازه نه ورکوي

اسلامي امارت هېڅ بهرني ځواک ته هېواد کې د مداخلې اجازه نه ورکوي افغانستان
د اقتصا وزارت مرستیال عبداللطیف نظري

د اقتصاد وزارت مرستیال دوکتور عبدالطیف نظري وایي، د تېرې نیمې پېړۍ پر مهال د بحران یو لامل هېواد کې د بهرنیانو مداخلې وې.

ښاغلي نظري پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې اسلامي امارت د بهرنیو مداخلو برخه کې ډېر حساس دی او د افغانستان په داخلۍ چارو کې د هېڅ بهرني ځواک مداخلې ته اجازه نه ورکوي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، هېڅ یو هېواد ته افغانستان کې د نیابتي او ژیوپلیتیک جګړو اجازه نه ورکول کېږي.

په ورته مهال د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد هم د اقتصاد وزارت مرستیال ښاغلي نظري تازه څرګندونې تائید کړې او د هغه خبرې یې دقیقې او منطقي بللې دي.

تړلي موضوعات