له پاکستان او ایران په جبري ډول سلګونه نورې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه ۳۶۹ نورې کورنۍ په جبري ډول هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو وزارت ویلي، راستنو شویو کورنیو کې د تورخم له لارې سل کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۶۳ کورنۍ او له ایران د نیمروز او هرات اسلام کلا له لارې ۲۰۶ کورنۍ هېواد ته رستنې شوې دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې یو شمېر کورنیو سره د مرستې تر څنګ یې ځینې خپلو مېنو ته هم انتقال شوي دي.
د یادونې ده چې فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت له لوري راستانه شویو کډوالو ته د اولي ضرورتونو په پام کې نیونې ترڅنګ د بیړنۍ میشتېدنې سهولیت هم برابر شوی دی.