امنیتي ځواکونو هلمند کې ګڼې سپکې او درنې وسلې نیولي

امنیتي ځواکونو هلمند کې ګڼې سپکې او درنې وسلې نیولي افغانستان
کشف شوې وسلې او مهمات

دفاع وزارت وایي، د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د لمړۍ پلې بدري لواء د کشفي او استخباراتي منسوبینو د کشفي راپورونو پر بنسټ د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ښار اړوند د بولان په سيمه کې د تصفيوي عملياتو پرمهال ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او نظامي تجهيزات نیول شوي.

دفاع وزارت زیاتوي په دغو عملیاتو کې ۳ ميله کلاشينکوفونه، ۱ قبضه راکټ، ۱ ميل پيکا، ۲ ميله M16، يو چيرکي هاوان، ۱۶ لاسي بمونه، ۳ پايې مخابرې ، يو قاب د شپې دوربین او ګڼ شمېر بیلابیل ډول نظامي تجهيزات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دې ورستیو کې افغان کشفي او امنیتي ځواکونو د ناقانونه وسلو د لېږد او ساتلو په تړاو ګامونه چټک کړي، چې هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو د وسلو د کشف او ضبط راپورنه ورکول کېږي.

تړلي موضوعات