هرات کې پنځه تنه د انسان تښتونې په تور نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت په لېکنه، دا انسان تښتوونکي د هرات امنیتي ځواکونو په کشک ولسوالۍ کې نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، د انسان تښتوونکو دا ډله یې هغه مهال ونیوله، چې غوښتل یې یو صراف وتښتوي.
له نیول شوو کسانو څخه درې میله تومانچې او یو میل کلاشینکوف هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.
دا له څو ورځو راهېسې د انسان تښتوونکو پر ضد د امنیتي ځواکونو پر وخت اقدامات دي چې عاملین یې موخې ته له رسېدو وړاندې نیول کېږي.