اروپایي ټولنه افغانستان سره د خوړو خوندیتوب برخه کې لس میلیونه یورو مرسته کوي
د خوړو نړېوال پروګرام غواړي، په دې لس میلیونه یورو څه باندې لس زره ښوونځيو کې زدکوونکو ته بیسکټ او یا هم دودیز تولید شوي مغزي خواړه وویشي.
فرا، غور، جوزجان، ننګرهار، نورستان، پکتیکا، روزګان او زابل هغه ولایتونه دي چې د خوړو نړېوال پروګرام په کې زدکوونکو ته خواړه برابروي.
د خوړو نړېوال پروګرام له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې همداراز راغلي، د څلورم او شپږم ټولګیو پر زدکوونکو انجونو به نباتي غوړي او نغدې پیسې هم ووېشل شي.
د یادونې ده، چې د خوړو نړېوال پروګرام تېر کال هم ۱.۵ میلیونه ماشومانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې.