۲۰۹ الفتح قول اردو کې سلګونه عرادې پوځي وسایط ترمیم شوي
ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد په شمال کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو کې سلګونه عرادې نظامي وسایط بیا ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
دغه شمېر نظامي وسایط د یادې قول اردو اړوند په شپږمه سرحدي لوا کې ترمیم شوي، چې ۴۰ عرادې هاموې ټانګونه، ۳۰ عرادې انټرنېشنل، ۱۵۰ عرادې رنجر، ۷ عرادې کرېنګ او یو شمیر نور بېلابېل ډوله وسایط په کې شامل دي.
د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا څویم ځل دی، چې د هېواد په بیلابیلو قول اردوګانو کې له تیرې ادارې پاتې نظامي وسایط بیا ترمیم او د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره استفادې ته چمتو کیږي.