د پروان سیاګرد ولسوالۍ کې اورلګېدنې زیانونه اړولي

د پروان سیاګرد ولسوالۍ کې اورلګېدنې زیانونه اړولي افغانستان
پروان سیاه ګرد ولسوالاور لګېدنه

د پروان ولایت د والي ویاند حکمت الله شمیم د دغه ولایت سیاګرد ولسوالۍ اړوند یو بازار کې د اورلګېدنې خبر ورکوي.

ښاغلی شمیم  د یادې ولسوالۍ ولسوال مولوي غلام محمد جراح له قوله ویلي، دغه اورلګېدنه بازار کې د هټیوالو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې، چې خوشبختانه تر دې مهاله ځاني زیان نلري او د مالي زیان په اړه یې تر اوسه کره جزیات ندي په ډاګه شوي.

په خبره یې، چې د ولسوالۍ د اطفایې اور وژونکی ټيم سیمې ته رسېدلی او د اور کابو کولو په هڅه کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې بازارونو او لویو مارکېټونو کې ډېر کله د اورلګېدنې لامل د دوکاندارانو بې احتیاطي یا هم د ګاز ډبو چاودېدل په ډاګه شوي دي.

تړلي موضوعات