د کار وزیر قطري چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو خبرې کړې

د کار وزیر قطري چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو خبرې کړې افغانستان
ملا عبدالمنان عمري د قطر د کار وزیر سره د لیدنې پر مهال

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري قطر ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د کار وزیر دوکتور علي بن صمیح المري سره وکتل.

یاد وزارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لورویو د ګډو ګټو، قطر کې د مېشتو افغان کاریګرو پر ستونزو او قطر ته په قانوني توګه د ماهرو او نیمه ماهرو افغان کاریګرو د لېږلو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر وړمه ورځ د یوه رسمي سفر په ترڅ کې قطر ته تللی او هلته به د دې هېواد له چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اتري وکړي.

تړلي موضوعات