د شپې ګرځبندیز ګونګوسې ناسمې او له حقیقت لري دي

د شپې ګرځبندیز ګونګوسې ناسمې او له حقیقت لري دي افغانستان
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند ذبیح  الله مجاهد په یو غږیز پیغام کې هغه ګونګوسې له حقیقت لرې بللي، چې په خبره یې کابل کې د شپې له لوري په ګرځیدو محدودیتونه وضع شوي دي.

مجاهد پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېدونکی هغه مکتوب جعلي بللی چې د ملي دفاع وزارت د استخباراتو په نوم خپور او په تګ راتګ یې د محدودیتونو ذکر کړی دی.

له بل لوري دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي هم پر خپله اېکس پاڼه، دوی ته منسوب مکتوب جعلي بللی دی.

تر دې وړاندې ټولنیزو رسنیو کې ملي دفاع وزارت ته منسوب یو مکتوب لاس په لاس کېده، چې ګواکې یاد وزارت د استخباراتو سیمه ییزو ادارو ته لارښوونه شوې، چې د اوړي په رارسېدو سره د شپې له ۱۰بجو وروسته د خلکو په تګ راتګ محدودیتونه ولګول شي.

تړلي موضوعات