د امیر المومنین د تازه حکم پر اساس د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو په دندو کې ادلون بدلون راغلی دی
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پر ایکس پاڼه لیکلي،ددغو بدلونونو په لړ کې د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري معین مولوي نورجلال جلالي، د عامي روغتیا وزارت د سرپرست وزیر په توګه، د استخباراتو عمومي ریاست مخکینی اداري معین ملا رحمت الله نجیب، د کورنیو چارو وزارت د اداري معین په توګه، د سمنګان ولایت پخوانۍ والي ملا عبدالاحد فضلي د فاریاب ولایت د والي په توګه ټاکل شوي.
دغه راز د فاریاب ولایت مخکنی والي ملا محمد شعیب رسالت، د سمنګان ولایت د والي په توګه، د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ پخوانۍ ولسوال حاجی محمد صادق انقلابي د کندهار ولایت د والي د مرستیال په توګه او د کندهار ولایت مخکنی د والي مرستیال مولوي حیات الله مبارک د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ د ولسوال په توګه په دندو ګمارل شوي.