د پېښور زندان څخه ۳۲ افغان بندیان ازاد شول

د پېښور زندان څخه ۳۲ افغان بندیان ازاد شول افغانستان
د ازاد شویو زندانیانو انځور

د تورخم بندر انټرپول پولیسو امر قاري احمد حریت نیوز ته ویلي، پاکستاني لوري د پېښور مرکزي زندان څخه ۳۲ هغه افغان بندیان خوشي او دوی ته وسپارل، چې په بېلا بېلو پلمو نیول شوي وو.

قاري احمد ویلي، د را خلاص شویو بندیانو له ډلې یې ۲۰تنه له ۱۸ کلونو کم عمره ځوانان دي.

ازاد شوي بندیان د ننګرهار، کونړ، خوست او لغمان ولایتونو اوسېدونکي دي، چې د اړینو او لومړنیو مرستو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

تړلي موضوعات