ا.ا هڅه کوي له کورنیو عوایدو د خلکو ستونزې حل کړي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو سره امنیت ټینګ شوی او د پروان ولسونه د زرواکانو له زورواکي خلاص شوي دي.
دغو قومي مشرانو له اسلامي امارت څخه د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ ویلي، نه غواړي چې بیا دې افغانستان د جګړې په میدان بدل شي.
هغوی دې کتنه کې د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، چې په بېلابېلو برخو کې دې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ستونزو ته رسیدنه وکړي.
بلخوا مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت پالیسي په بیارغونې او افغانانو ته په خدمت کولو ولاړه ده او هڅه کوي چې له کورنیو عوایدو څخه د خلکو ستونزې حل کړي.