د کار او ټولنیزو چارو وزیر په یو رسمي سفر قطر ته تللی

د کار او ټولنیزو چارو وزیر په یو رسمي سفر قطر ته تللی افغانستان
د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري

د هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د یوه پلاوي په مشرۍ د قطر د شاهي دولت په رسمي بلنه یاد هېواد ته په سفر وتلی دی.

ملا عبدالمنان عمري به د دې سفر په ترڅ کې د قطر د کار له وزیر او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم کتنې ولري.

قطر ته د ښاغلي عمري د سفر موخه دې هېواد کې د مېشتو افغان کاریګرو ستونزو ته د قانوني لار چارو لټول او په قانوني توګه د ماهرو او نیمه ماهرو کاریګرو د لېږد پروسه یاده شوې ده.

د معلوماتو له مخې نوموړی به په دې اړه له قطري چارواکو سره هر اړخیزې خبرې اتري وکړي.

تړلي موضوعات