د وروستیو درېیو ورځو سېلابونو له کبله ۲۱تنو ژوند له لاسه ورکړی
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په هېواد کې د تېرو درېیو ورځو راوتلو سېلابونو له امله ۲۱ تنه شهیدان او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي.
د یاد وزارت ویاند ملاجانان سایق ویلي، چې د دې سېلابونو له کبله د اوښتې مرګژوبلې ترڅنګ ۸۳۹ کورونه هم په کلي او قسمي ډول تخریب شوي دي.
ښاغلي سایق زیاته کړې، تر اوسه یې ټول هېواد کې تر ۵ زره زیاتو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې رسولې او دا لړۍ په ټول هېواد کې لا هم دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په شمال کې وروستیو سېلابونو د سر او مال زیانونو سربېره په زرګونو کورنه هم ویجاړ کړي دي.