د پاسپورټ ریاست د رئیس د توقیف په اړه خبرونه ناسم دي

د پاسپورټ ریاست د رئیس د توقیف په اړه خبرونه ناسم دي افغانستان
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتبدالمتین قانع

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، په ټولنیزو رسنیو کې د پاسپورټ عمومي رئیس مولوي عبدالحکیم حسیب په اړه خپاره شوي خبرونه واقعیت نلري.

له تېرو څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه ورکول کېږي، چې ګواکې د پاسپورټ رئیس د مالي فساد له کبله په کندهار کې توقیف شوی دی.

عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه په دې اړه وضاحت ورکړی، چې څه موده وړاندې د ننګرهار باریکاب ولسوالۍ کې د ځمکو په تړاو لاریونونو وشول، چې د همدې موضوع د وضاحت لپاره د ښاغلي حسیب په ګډون د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو یو شمېر مسئولین د مشرتابه مقام ته غوښتل شوي.

ښاغلي قانع زیاته کړې، چې د پاسپورټ ریاست اړوند هیڅ داسې کوم څه نشته او د پاسپورټ عمومي ریاست چارې په عادي ډول دوام لري.

تړلي موضوعات