کندهار کې د نشه یې توکو د پېر او پلور په تړاو ۱۱ تنه نيول شوي

کندهار کې د نشه یې توکو د پېر او پلور په تړاو ۱۱ تنه نيول شوي افغانستان
نیول شوي نشه یې توکي

د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر حریت نيوز ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې ويلي، د تېرې اونۍ پر مهال د ۵۶ ترسره شوو عملياتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د نشه يي توکو کاروباريان نیول شوي.

د خبرپاڼې له مخې له نیول شویو کسانو څخه ٦ ګرامه شيشه، ٣ ګرامه هيرويين، ٤١٦ ګرامه چرس، ٢٣٠٠ کیلو ګرامه اومان، ٣١٧٤ ټابليټ کا ګولۍ، ۵ سېټه موبایلونه او يو عراده موټرسايکل هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي. 

په ورته مهال امنیتي ځواکونو د دې عملیاتو پر مهال په خاکریز، غورک، معروف، بولدک، لوړ شاه ولیکوټ او تخته پل ولسوالیو کې ١٧.٥ جرېبه د کوکنارو کښتونه هم له مینځه وړي دي.

تړلي موضوعات