ننګرهار کې د برېښنا ریاست ۱۲۰ جریبه ځمکه له غصب خلاصه شوه

ننګرهار کې د برېښنا ریاست ۱۲۰ جریبه ځمکه له غصب خلاصه شوه افغانستان
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د جلال اباد ښار اړوند دورنټې سیمه کې د غصب مخنیوي تخنیکې پلاوي له لوري د برېښنا ریاست ۱۲۰ جریبه ځمکه چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسي تر شخصي تصرف لاندې وه له غصب څخه را وګرځول شوه.

د غصب مخنیوي د تخنیکي پلاوي مشر مولوي محمد ولي محسن ویلي، په دې ځمکه کې ۲۱۹ بابه سرایونه، هوټلونه او هټۍ جوړې شوې، چې بیرته به پانګوالو ته له قانون سره سم په کرایه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د عدلیې وزارت ویلي په تېرو نږدې درې کلونو کې یې میلیونونه جریبه ځمکې له غصب څخه بیرته راګرځولي دي.

تړلي موضوعات