بدخشان کې سېلاب د یوې کورنۍ لس غړي وړي دي
دا سېلابونه همدا تېره شپه مرکز فیض اباد اړوند مورچک سیمه کې راوتي دي.
د بدخشان طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست ویلي، تر اوسه یواځې د یو کس جسد پیدا شوی او د پاتې نورو د موندلو هڅې روانې دي.
د تېرې شپې دغو سېلابونو کې خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
شمالي ولایتونو کې ورستیو سېلابونو د سر او مال درانده زیانونه اړولي، چې د اسلامي امارت سره په همغږۍ ځېنو نړېوالو بنسټونو او خیریه ټولنو ور سره مرستې پیل کړي دي.