روسي شرکتونه افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې په تاتارستان کې د روسیې او اسلامي نړۍ پنځلسمه نړیواله اقتصادي غونډه د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډکه او بریالۍ بللې ده.
ښاغلي عزیزي زیاته کړې، چې روسي شرکتونه او بنسټونه په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.
په همدې حال کې سیاسي مرستیال د اسلامي امارت د چارواکو سفرونو ته په اشارې ویلي، دغه سفرونه د دې ښکارندویي کوي، چې اسلامي امارت د ګاونډیو او سیمې په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره غوره اړیکې غواړي.