زابل کې ټرافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

زابل کې ټرافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې افغانستان
د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو راپورونه ورکول کېږي

د زابل ولایت امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وایي، د دې ولایت اړوند د شهر صفا ولسوالۍ په بریام سیمه کې د یو مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله د یوې ښځې په ګډون درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ تنه نور تپیان شوي دي.

ښاغلی جوهر زیاتوي، پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې، چې ټپیان پر وخت روغتون ته لېږدول شوي، چې د ځینو یې روغتیایي حالات د اندېښنې وړ دی.

د کابل کندهار لویه لار چې هره ورځ پرې زرګونه موټر تګ - راتګ کوي په دې وروستیو کې ور څخه د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو راپورونه ورکول کېږي.

د یادونې ده، چې د ټرافیک پولیسو ادارو مسؤولینو د یادو ډیریو ټرافیکي پېښو لامل د موټر چلونکو له لوري د قوانینو نه مراعت، تېز تګ او بې احتیاطي بللي دي.

تړلي موضوعات