افغانستان ته راغلی مالیزیايي پلاوی؛ ځینې رسنۍ نړۍ ته د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کوي

افغانستان ته راغلی مالیزیايي پلاوی؛ ځینې رسنۍ نړۍ ته د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کوي افغانستان
دوی به افغانستان سره خپلې ټولې کړې ژمنې عملي کړي

د مالیزیا دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست مرستیال محمد یاني افغان سفیر نقیب الله احمدي سره لېدنه کې ویلي، د سترګو لېدلی حالت یې د هغه څه سره په توپیر دی، چې رسنۍ یې ورکوي.

محمد یاني ویلي، افغانستان کې د شاوخوا دریو کلونو راهېسې ډېر کار شوی او دوی به افغانستان سره خپلې ټولې کړې ژمنې عملي کړي.

نوموړي په عین حال کې د کابل او کوالالمپور ترمنځ د خپل منځي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د مالیزیا هېواد لوړ پوړي پلاوي څه موده وړاندې افغانستان ته سفر درلود چې د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره یې پر بېلا بېلو موضوعاتو بحث او خبرې اترې وکړي.

تړلي موضوعات