۲۱ ولایتونو کې د تېزو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۲۱ ولایتونو کې د تېزو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی افغانستان
دغه شان د سېلابونو راوتو اټکل ورکړی دی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تالندې اوبرېښنا دغه شان د سېلابونو راوتو اټکل ورکړی دی.

دغه وزارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې سبا جمعه به د سالنګونو پر شمول بدخشان، کنړ، نورستان، پنجشېر، تخار، کندز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، بلخ، میدان وردګ، بامیان، سرپل، دایکندي، جوزجان، فاریاب، بادغېس، او غور ولایتونه د اورښتونو شاهدان وي.

سرچینه زیاتوي، چې په یو شمېر شمالي، غربي، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې نسبتا شدید باد هم وي، چې په بېلابېلو سیمو کې یې سرعت له ۳۰ تر ۸۰ کیلومتر پر ساعت اټکل شوی دی.

تړلي موضوعات