له کندهار جدې ته د حاجیانو انتقال لومړنۍ الوتنه ترسره شوه
د هېواد له هوایي ډګرونو سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد په دوام تازه د ارشاد حج او اوقافو وزارت له جنوب زون اړوند کندهار څخه جدې ته د حاجیانو د لېږد لومړنۍ الوتنې ترسره کېدو خبر ورکوي.
دغه وزارت تازه خپاره کړي خبر کې ویلي، له کندهار هوایي ډګر څخه دغه لومړنۍ الوتنه چې نن سهار ۶ بجې د اریانا افغان هوایي شرکت له لوري جدې ښار ته ترسره شوه، پکې د ارزګان ولایت ۲۲۸ تنه حاجیان لېږدول شوي دي.
د سرچینې په خبره، چې د کندهار ولایت د حاجیانو ټولي کې حاجیانو لپاره د ورځې درې وخته خواړه، ۲۴ ساعته روغتیايي خدمات، په ټولو اسانتیاوو سمبالې خونې او هوایي ډگر ته خوندي لیږد چمتو شوي دي.
دا پر داسې حال کې ده، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تېره ورځ خبر ورکړی وو، چې له مزا رشریف څخه د حاجیانو د لېږد پروسه پای ته ورسېده او د هېواد له نورو هوایي ډګرونو به د حاجیانو لېږد الوتنې دوام ولري.