تېره میاشت بدخشان کې زرکونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې
د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار وایي، په تېره یوه میاشت کې له نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو دې ولایت کې په ۱۷ زره ۵۰۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي دي.
د نشه یي توکو پر ضد دغه عملیات د بدخشان ولایت په جرم، داریم، کشم، شهر بزرګ، ارګو، بهارک، تشکان، یفتل، یمګان، خاش او مرکز فیض اباد ښار شاوخوا سیمو کې شوي، چې په پایله کې یې ۱۷ زره ۵۰۰ جریبه ځمکه کوکنار اړول شوي دي.
دغه اندازه کوکنار په بدخشان کې وروسته له هغې له منځه وړل کېږي، چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د نشه یي توکو کښت، قاچاق، پېر او پلور په مطلق ډول بندیز لګو فرمان ورکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې په بدخشان ولایت کې تر دې وړاندې د تېري ادارې پر مهال یو شمېر لوړوپوړو چارواکو د نشه یي توکو کښت او چاقاق کې ښکېل وو.