زندانونه او توقیف خانې باید د اصلاح او پوهې په مرکزونو بدلې شي
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، چې د څرخي پله زندان د کتاب لوستلو اوونۍ نندارتون کې یې خبرې کولې وویل، همدا له کتاب او مطالعې د خلکو او په تېره د ځوانانو لریوالی د پنځو لسیزو د ناخوالو لامل دی.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د مطالعې ترک او د کتاب نه لوستل و، چې پر هېواد پردۍ مفکورې او کلتور غلبه وکړه.
څرخي پله زندان کې د کتاب لوستلو نندارتون څخه یوه موخه داوه چې د زندانیانو فکري اصلاح وشي.
مولوي عبدالکبیر وویل، دیني او عصري زده کړې د ټولنې اړتیاوې دي او دا ډول نندارتونونو جوړول ټولنه له فکري او کلتوري یرغل ژغورلی شي.
له ولسونو د مولوي عبدالکبیر غوښتنه داوه چې په ګډه دې له حکومت سره د اسلامي ارزښتونو، ملي عنعناتو او سوچه افغاني کلتور د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.