د ښوونځي لومړنۍ، منځنۍ او لېسې دورې زده کړو کیفیت ته دې پاملرنه وشي

د ښوونځي لومړنۍ، منځنۍ او لېسې دورې زده کړو کیفیت ته دې پاملرنه وشي افغانستان
له سالمې ښوونې او روزنې پرته د هېواد پرمختګ او ابادي ستونزمنه ده

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار حبیبې عالي لېسې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، د ښوونځي لومړنۍ، منځنۍ او لېسې دورې د ښوونې او روزنې بنسټ جوړوي، چې باید ځانګړې پاملرنه وشي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، که دغو دورو ته پاملرنه وشي پوهنتونونه او نور علمي مرکزونه به له لوړ علمي کیفیت څخه برخمن وي.

ښاغلي حنفي د حبیبې لېسې ښوونکو ته په خطاب کې ویلي، ښوونکي د هېواد جوړونکي او مدیران دي. خبره یې، له دې موقع باید استفاده وکړي او د سالمې ښوونې او روزنې له لارې دې د افغانستان په پرمختګ او ابادۍ کې ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، له سالمې ښوونې او روزنې پرته د هېواد پرمختګ او ابادي ستونزمنه ده.

ښاغلي حنفي دغه راز ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي د تعلیمي نصاب په اصلاح سره هېواد کې مدرسو او ښوونځیو ته پراختیا ورکړي او ټولو هېوادوالو ته معیاري او په لوړ کیفیت د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.

تړلي موضوعات