د غنمو تولید له درکه د افغانستان په ځان بساینې هڅې؛ په تړاو ځانګړې ستراتیژي وړاندې شوې

د غنمو تولید له درکه د افغانستان په ځان بساینې هڅې؛ په تړاو ځانګړې ستراتیژي وړاندې شوې افغانستان
دغه ستراتېژي د هېواد ملي اقتصاد پیاوړتیا او غذایي خوندیتوب په موخه ترتیب شوې ده

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې خپله نوبتي غونډه کې افغانستان د غنمو تولید له درکه ځان بساینې ته رسولو په موخه یوه ستراتېژي د اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړې ده.

د ریاست الوزارء اقتصادي معاونیت ویلي، چې دغه ستراتېژي د هېواد ملي اقتصاد پیاوړتیا او غذایي خوندیتوب په موخه ترتیب شوې ده.

دې غونډه کې تخنیکي کمېټې غړو ویلي، چې د یادې ستراتېژۍ په عملي کېدو سره به هېواد کې د غنمو تولید کچه او کیفیت کې ښه والی او زیاتوالی رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت لا هم هوډ لري، چې د قوشتېپې کانال په بشپړېدو سره هېواد کې کرنې ته وده ورکړي او افغانستان د غنمو تولید برخه کې ځان بساینې ته ورسوي.

تړلي موضوعات